قلعه سيف الله (ويب ډيسک) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د غورېزۍ سيمه کې د شموليت دوه مهمې غونډې ترسره شوې چې مشري يې ضلعي صدر حاجي دارا خان جوګيزئي وکړه۔ په دغو غونډو کې 73 کسانو او کورنيو په ګوند کې ګډون وکړ، په داسې حال کې چې ځينو کسانو له جمعيت علماء اسلام او عوامي نېشنل ګوند څخه استعفاوې ورکړې۔ غونډې ته وينا کې دارا خان جوګيزئي وويل چې د غير قانوني الاټمنټونو په دې دور کې تر څو چې قوم متحد نه شي، د خپلو وسايلو ساتنه ناشونې ده۔ د ګوند مشرانو وويل چې د قومي سياست له لارې به د سيمې خلکو ته د تعليم، صحت او نورو اسانتياوو حقونه ترلاسه شي او ګوند به د ولس ستونزو د حل لپاره هر وخت د خلکو تر څنګ ولاړ وي۔
