مقامی ۱ جولائی ۲۰۲۶

په نړيوال بازار کې د تېلو بيې راټيټې شوې، خو ولس ته هېڅ ريليف ورنه کړل شو، جې يو آی نظرياتي

کوټه (وېب نیوز)د جمعيت علمای اسلام نظرياتي بلوچستان مشرانو ويلي، سره له دې چې په نړيوال بازار کې د خامو تېلو بيې ښکته شوې، خو حکومت د پټرولو او ډيزلو په نرخونو کې ولس ته هېڅ ريليف نه دی ورکړی. دوی وويل حکومت پر پټروليم توکو درنې ليوۍ لګولي او د ايراني پټرولو لوړو بيو او د پټرولو مافيا د من مانی له امله ولس له سختو ستونزو سره مخ دی. دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې د پټرولو بيې راکمې او خلکو ته دې عملي ريليف ورکړي.