کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان د هرنائي ولسوالۍ د شاهرګ په سيمه کې نامعلومو وسلوالو د ماري ګيس کمپنۍ شپږ مزدوران تښتولي دي. د پوليسو په وينا، په تښتول شويو کسانو کې جلات خان، محمد هاشم، کمال خان، جهانګير خان، محمد عظيم او روزې خان شامل دي، او ټول د پښتون او دمړ قبيلې غړي دي. د پېښې وروسته پوليسو او امنيتي ادارو د مغویانو د خوشې کولو او د تښتوونکو د نيولو لپاره د لټون عمليات پيل کړي دي.
