پاکستان ۱ جولائی ۲۰۲۶

د لاهور په کهنه سیمه کې د ټیوشن سنټر چت نړېدو پېښه؛ ۱۴ ماشومان مړه او ۶ ټپیان

لاهور (وېب نیوز)د لاهور د کهنه سیمې په یوه ټیوشن سنټر کې د چت نړېدو له امله ۱۴ ماشومان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي. د روغتون چارواکو ویلي، ټپیان د کهنه تحصیل مرکزي روغتون (THQ) ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې ۱۴ ماشومان روغتون ته مړه راوړل شول.د روغتون ډاکټر احسن ویلي، پنځه ټپیان ماشومان تر درملنې لاندې دي او اوس یې روغتیايي وضعیت له خطره وتلی دی.د پولیسو د عملیاتو مرستیال ویلي، د ټیوشن سنټر چلونکې مېرمن او د هغې ماشوم هم د چت لاندې بند پاتې شوي وو او سخت ټپیان شوي دي.په مړو شویو ماشومانو کې مها نور فاروق (۸)، سلمان وسیم (۶)، خدیجه وسیم (۱۲)، فواد عابد (۸)، ایمان فاطمه (۷)، تسبیح شهزاد (۷)، عبدالله مرتضی (۵)، عروج مرتضی (۸)، رمشاء عاطف (۶)، ارتضی عاطف (۴)، علي فرمان (۶)، ارحم حسن (۶)، دعا ګلفام (۷) او عبدالله اصغر (۷) شامل دي.پولیسو ویلي چې د ټیوشن سنټر مالکه او یو بل کس نیول شوي دي، په داسې حال کې چې د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د پېښې سمدستي نوټس اخیستی دی.د سپېشل برانچ او پولیسو د لومړني راپور له مخې، ټپي ښوونکې انیله، چې د کور مالک ریحان مېرمن ده، نیول شوې ده. راپور زیاتوي چې دغه شپږ مرله کور کې ټیوشن ورکول کېده او د پېښې پر مهال شاوخوا ۱۸ تر ۲۰ ماشومانو پورې هلته موجود وو.راپور کې ویل شوي چې د کور چت د T-اوسپنیزو ګردرونو څخه جوړ شوی و، او په دوهم پوړ کې د ټایلونو د لګولو ساختماني کار روان و.پولیسو د کور مالک ریحان، درې نور کسان او هغه مستري هم نیولي چې په ودانیزو چارو کې ښکېل و.د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د مړو شویو ماشومانو د کورنیو لپاره یې د صبر دعا کړې ده. نوموړي ویلي چې د داسې دردناکو پېښو د مخنیوي لپاره اغېزمن امنیتي او ساختماني تدابیر اړین دي.بلخوا، وزیراعظم شهباز شریف هم د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې، د مړو شویو ماشومانو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې ټپیانو ته غوره طبي اسانتیاوې برابرې کړي.