اسلامآباد (وېب نیوز)د چین د سنټر فار چاینا اېنډ ګلوبلایزېشن مرستیال ډاکټر وکټر ګاو ویلي، پاکستان او چین کولی شي د سیند طاس تړون په ګډه عملي کړي او د چین په ګډون سره به دا تړون لا پیاوړی او اغېزمن شي. نوموړي د سیند طاس تړون په اړه نړیوال سیمینار ته د وینا پر مهال وویل، د اوبو د بندولو ګواښ د انسانیت پر ضد جرم دی. هغه زیاته کړه چې تېر کال هند پاکستان ته د بهېدونکو سیندونو د اوبو د بندولو ګواښونه پیل کړل او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي وو چې د سیند یوه څاڅکي اوبه به هم پاکستان ته پرېنږدي. ډاکټر ګاو وویل، حتی د جګړې پر مهال هم د میلیونونو خلکو لپاره د اوبو بندول جنګي جرم ګڼل کېږي. نوموړي ټینګار وکړ چې د سیند طاس تړون د سرغړونو موضوع باید نړیوالې ټولنې ته وړاندې شي، ځکه هند د سیند د اوبو په نظام کې یوازینی پورته هېواد نه دی. هغه وویل، که پاکستان او چین په متقابل درناوي او همکارۍ سره کار وکړي، ډېر مهم ګامونه پورته کولای شي او باید د تړون د سرغړونو د مخنیوي لپاره ګډې هڅې وکړي.
