پاکستان ۱ جولائی ۲۰۲۶

د مولانا فضل الرحمن د منځګړیتوب له وړاندیزه دې ګټه واخیستل شي، بلاول بوټو زرداري

اسلام‌آباد (وېب نیوز)د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له مولانا فضل الرحمن سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، حکومت ته یې وړاندیز کړی چې د مولانا فضل الرحمن د منځګړیتوب له وړاندیزه ګټه واخلي، ځکه هر وخت چې ستونزې رامنځته شوې، د مولانا له سیاسي تجربو څخه یې استفاده کړې ده. نوموړي وویل، د ټولو هیله ده چې د آزاد کشمیر روان بحران د خبرو له لارې هوار شي او راتلونکې ټاکنې په بشپړ ډول شفافې او بې‌طرفه ترسره شي. هغه زیاته کړه چې د آزاد کشمیر د مسئلو د حل لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو هڅې روانې دي. په دې موقع مولانا فضل الرحمن وویل، د آزاد کشمیر د ایکشن کمېټې له لوري ورته د منځګړیتوب غوښتنه شوې او بلاول بوټو هم په پارلمان کې د دې ملاتړ کړی دی. نوموړي هیله څرګنده کړه چې وزیراعظم به هم په دې اړه مثبت ګام پورته کړي او د ۱۲ څوکيو په ګډون ټول اختلافات به د مذاکراتو له لارې حل شي.