تازه خبرونه ۱ جولائی ۲۰۲۶

د خاران ـ بسیمه لویه لاره د لوېدیځ بلوچستان د پرمختګ لپاره مهمه پروژه ده، عبدالقادر بلوچ

کوټه (وېب نیوز)پخواني جنرال او سیاستوال عبدالقادر بلوچ ویلي چې د خاران او بسیمې ترمنځ لویه لاره یوازې سړک نه، بلکې یو مهم ملي، اقتصادي او ستراتیژیکه پروژه ده. هغه غوښتنه وکړه چې د پروژې تخنیکي چارې، بودیجه او عملي کار دې ژر تر ژره پیل شي، څو د لوېدیځ بلوچستان پرمختګ ګړندی شي.