کوټه (وېب نیوز)ديني او روحاني مشر، د یونین کونسل رئیس او د بلوچستان د وزیراعلی پخواني همغږي کوونکي سید مهیم جان بلوچ ویلي چې د ده پر مېلمستون شوی بمي برید د ترهګرو ناکامه هڅه وه. نوموړي وویل، لومړنیو معلوماتو له مخې بریدګر غوښتل په موټر کې ریموټ کنټرول بم نصب کړي، خو خپله د چاودنې ښکار شو. هغه وویل چې د بلوچ دودونو، مېلمه پالنې او د هېواد د سولې پر ضد سازشونه به ناکام وي او ځوانان دې د هېواد ضد عناصرو له پروپاګند څخه ځانونه وساتي.
