کوټه (وېب نیوز)افغان قومي موومنټ له بلوچستان حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ینګ ډاکټرانو ټولې جائزې غوښتنې دې سمدستي ومني او د هغوی د سولهییز احتجاج پر ضد دې له زور کارولو ډډه وکړي. ګوند ویلي د اوږدې اعتصاب له امله عام خلک له درملنې محروم دي، نو حکومت باید د خبرو له لارې ستونزه حل او د روغتیا په برخه کې روان بحران پای ته ورسوي.
