تازه خبرونه ۱ جولائی ۲۰۲۶

د پشين د ځوان ولي رحمان پر ورکېدو اندېښنه، د سمدستي موندلو غوښتنه

کوټه (وېب نیوز)پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د پشين د مزدور ځوان ولي رحمان پر پراسراره ورکېدو سخته اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت او اړوندو ادارو یې د هغه د ژر، خوندي او باعزته موندلو، رڼو پلټنو او د مسؤلو کسانو پر ضد د قانوني اقدام غوښتنه کړې ده. ګوند خبرداری ورکړی چې که ژر ګامونه پورته نه شي نو احتجاجي تحریک به پیل کړي.