کوئټه (ویب ډیسک) د عوامي نیشنل پارټۍ صوبایي مشر اصغر خان اچکزئي ویلي چې د مقتدره قوتونو په ملاتړ جوړې شوې ډلې او ابن الوقت ټولي هېڅکله د حقیقي پښتون قومي تحریک بدیل نه شي جوړېدای۔ هغه دا خبرې د کچلاک په کلی جهانګیر آباد کښې یوې شمولیتي غونډې ته د وینا پر مهال وکړې، چې پکې د یوې مذهبي ډلې ګڼو کسانو له خپلو کورنیو سره د اے این پي غړیتوب اعلان وکړ۔ اصغر خان اچکزئي وویل چې اے این پي د پښتنو د ستونزو نه یوازې درک لري بلکې د حل وړتیا یې هم لري۔ هغه زیاته کړه چې د ګوند مشرانو کلونه وړاندې د توندلارۍ او تشدد په اړه خبرداری ورکړی و، خو هغه وخت یې چا خبرې ونه منلې او نن ټولنه د هماغو ستونزو ښکار ده۔ غونډې ته نورو مشرانو هم وینا وکړه او د باچا خان د فلسفې د خپرولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ۔
