کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام نظریاتي پاکستان مرکزي مشرانو ویلي چې هېواد له روانو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو څخه یوازې د اسلامي نظام او د قرآن او سنتو د اصولو په پلي کولو ژغورل کېدای شي. په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې پر هېواد لوېدیځ او سیکولر نظام مسلط شوی چې له امله یې ولس له ګرانۍ، بېکارۍ او فساد سره مخ دی. مشرانو اعلان وکړ چې د ګوند د غړیتوب کمپاین بشپړ شوی او ډېر ژر به مرکزي او صوبایي ټاکنې ترسره شي. هغوی زیاته کړه چې اوسنی واکمن نظام د ولس ستونزې نه شي حل کولی او یوازې اسلامي نظام کولی شي هېواد ته ثبات، عدالت او سوکالي راولي.
