پاکستان ۱ جولائی ۲۰۲۶

موږ کشمیر نیولو ته نه، بلکې د خبرو اترو لپاره روان یو، حکومت دې د مذاکراتو لاره هواره کړي محمود خان اڅکزی

اسلام آباد/کوټه (وېب نیوز) د قومي اسمبلۍ د مخالفې ډلې مشر او د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر محمود خان اڅکزي ویلي، دوی کشمیر د نیولو لپاره نه، بلکې د کشمیري ولس او حکومت ترمنځ د خبرو اترو او منځګړیتوب لپاره هڅې کوي. نوموړي وویل چې د کشمیر استازو له بېلابېلو سیاسي مشرانو د منځګړیتوب غوښتنه کړې ترڅو روان کړکېچ په سوله‌ییز ډول حل شي. هغه زیاته کړه چې غواړي د دواړو خواوو دریځ واوري او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره رغنده رول ولوبوي، خو د دوی د پلاوي مخه نیول شوې چې دا ډول اقدامات ستونزې لا زیاتوي. اڅکزي له حکومت وغوښتل چې د سیاسي خبرو او مذاکراتو لاره خپله کړي.