ژوب (وېب نیوز) د ژوب ښار او شاوخوا سیمو کې د سخت باران او تیزو بادونو له امله د کورونو نړېدو په درې جلا پېښو کې یوه ښځه او دوه ماشومان مړه او لس نور کسان ټپیان شول. د روغتون سرچینو په وینا، په مړو کې ۵۰ کلنه تنزیله، ۱۱ کلن سلمان شاه او دوه نیم کلنه ماریا بي بي شامل دي. ټپیان او مړي ټراما سنټر ته لېږدول شوي، او د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی. د پېښې وروسته د ښاروالۍ مشر شاه باران کاکړ د ژغورنې له ډلې سره سیمې ته ورسېد او د مرستو په چارو کې یې برخه واخیسته.
