کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي ویلي، د هند له لوري د سند طاس تړون په یو اړخیز ډول ځنډولو هڅه د نړیوالو قوانینو او نړیوالو تړونونو ښکاره سرغړونه ده. نوموړي په اېکس کې په خپل بیان کې وویل چې اوبه د وسلې په توګه کارول نه یوازې غیرقانوني عمل دی، بلکې د جنوبي اسیا د سولې، ثبات او بشري امنیت لپاره هم جدي ګواښ دی. هغه زیاته کړه چې د سند طاس تړون یو نړیوال لازمي تړون دی او هېڅ هېواد یې په یو اړخیز ډول نه شي ځنډولی یا لغوه کولی. بګټي وویل، د سند سیند د پاکستان د کرنې، اقتصاد او ولس د ژوند بنسټ دی او پاکستان به د خپلو اوبو حقونو د خوندي کولو لپاره په هر قانوني، ډیپلوماتیک او اساسي قانوني فورم کې خپل دریځ په پوره ځواک وړاندې کوي.
