کوټه (ویب ډیسک) د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ د مرکزي سیکرټریټ له خوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې د پښتون قومي سیاسي تحریک مخکښ مشر، نومیالي دانشور او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پخواني سینئر ډپټي چیئرمین ارواښاد عبدالرحیم خان مندوخېل د نهم تلین په مناسبت نن د اتوار په ورځ په کوئټه کښې یوه ستره ولسي جلسه ترسره کېږي۔ دغه جلسه به د ماسپښین درې بجې په لیاقت پارک کښې کېږي چې ټولې تیارۍ یې بشپړې شوې دي۔ جلسې ته به د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ مشر او د قومي اسمبلۍ غړی خوشحال خان کاکړ او نور مرکزي او صوبایي مشران ویناوې کوي۔ ویناوال به د ارواښاد عبدالرحیم خان مندوخېل سیاسي، فکري، ادبي او قومي خدمتونو ته تفصیلي کتنه وکړي او د ولسواکۍ، قومي یووالي او د محکومو قومونو د حقونو لپاره د هغه تاریخي مبارزې ته به پیرزوینې وړاندې کړي۔
