پاکستان ۹ مئی ۲۰۲۶

پاکستان تر 2040 پورې د 95 فیصده برېښنا د نوي کېدونکو سرچینو څخه د تولید هدف ټاکلی

اسلام آباد (ویب ډیسک) پاکستان تر 2040 پورې د خپلې 95 فیصده برېښنا د نوي کېدونکو سرچینو څخه د تولید او تر 2030 پورې د انرژۍ په ټول نظام کښې د 60 فیصده صافې انرژۍ د شاملولو هدف ټاکلی دی۔ د حکومتي اسنادو له مخې پاکستان غواړي تر 2050 پورې داسې اقتصاد جوړ کړي چې صنعت، کورني صارفین او ټرانسپورټي نظامونه زیاتره د ارزانه او نوي کېدونکې انرژۍ پر بنسټ روان وي۔ د پلان له مخې به تر 2035 پورې د نوي کېدونکو سرچینو څخه د برېښنا تولید 50 فیصده ته لوړ شي او 14 زره مېګاواټه د فوسل فیول برېښناکوټونه به په تدریجي ډول ختم یا بدیل نظام ته واړول شي۔ په اسنادو کښې ویل شوي چې د برېښنا د ترسیل او تقسیم نقصانات به له 19 فیصده څخه 8 فیصده ته راکم کړل شي او ټول هېواد کښې به د برېښنا رسایي یقیني شي۔