پاکستان ۱ جولائی ۲۰۲۶

اسلام آباد، خیبرپښتونخوا او پنجاب په بېلابېلو سیمو کې د زلزلې ټکانونه احساس شول

کوټه (وېب نیوز) د هېواد په پلازمېنه اسلام‌آباد، د خېبرپښتونخوا او پنجاب په بېلابېلو سیمو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي. د زلزلې څار ادارې د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت۵.۳ درجې ثبت شوی، او مرکز یې د افغانستان د هندوکش سیمه وه. چارواکو ویلي، د زلزلې ژوروالی ۱۷۴ کیلومتره و. د زلزلې ټکانونه په سوات، شانګله، بونیر، لوېر دیر، پېښور، لاهور او اسلام‌آباد کې هم احساس شوي دي. تر اوسه د دې زلزلې له امله د کوم ځاني یا مالي زیان راپور نه دی ترلاسه شوی.