تازه خبرونه ۱ جولائی ۲۰۲۶

فیفا ورلډکپ انګلستان کانګو ته ماتې ورکړه او د ۱۶ غوره پړاو ته یې لار ومونده

اټلانټا (وېب نیوز) دفیفا نړیوال جام د ۳۲ غوره پړاو په یوه زړه راښکونکې لوبه کې پخواني نړیوال اتلانګلستان دهیري کین د ځلېدونکې لوبې په مټکانګو ته۲-۱ ماتې ورکړه او د سیالیو د۱۶ غوره (پری کوارټر فاینل) پړاو ته یې لار ومونده. کانګو د لوبې تر۷۴مې دقیقې پورې دبراین سي پینګا د اوومې دقیقې د ګول په مټ مخکښه وه، خو د انګلستان کپتانهېري کین په۷۵مه او۸۶مه دقیقه کې دوه پرله‌پسې ګولونه ووهل او د لوبې نتیجه یې د خپلې لوبډلې په ګټه واړوله. په دې بریا سره انګلستان بل پړاو ته ووت، او د کانګو د لومړي ځل لپاره د ۱۶ غوره پړاو ته د رسېدو هیلې پای ته ورسېدې.