واشنګټن (وېب نیوز) د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره اړیکې او خبرې اترې په مثبت او ښه ډول روانې دي. نوموړي د مېرېلنډ پهجواینټ بېس انډریوز کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، امریکا له ایران سره رغنده خبرې کوي او د سیمې د سولې لپاره هڅې دوام لري. ټرمپ زیاته کړه چې د ونډو بازار مخ پر لوړېدو دی، د تېلو بیې راټیټېږي او له دې څخه ټولو ته ګټه رسېږي. هغه ټینګار وکړ چې له ایران سره د خبرو اساسي موخه دا ده چې ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو منع شي، ځکه ایران باید اټومي وسلې ونه لري. نوموړي وویل، په سیمه کې تلپاتې سوله د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره بنسټیز اهمیت لري.
