تازه خبرونه ۲ جولائی ۲۰۲۶

د هاکي نړیوال جام زموږ اصلي تمرکز دی، د ایف آی اېچ رئیس

لاهور (وېب نیوز) د نړیوال هاکي فدراسیون رئیس طیب اکرام ویلي، اوس د دوی ټول تمرکز د هاکي تر ټولو ستر نړیوال ایونټ، یعنې هاکي نړیوال جام ته اوښتی دی. نوموړي دا څرګندونې د پرو هاکي لیګ د ګډونوالو هېوادونو د دوه ورځنۍ غونډې پر مهال وکړې او ویې ویل چې د پرو لیګ او نیشنز کپ له بریالي ترسره کېدو وروسته د نړیوال جام د پیل لپاره له پنځوسو ورځو هم لږ وخت پاتې دی. هغه زیاته کړه چې نړیوال جام به د ښځینه او نارینه لوبغاړو لپاره د خپلو وړتیاوو د څرګندولو غوره فرصت وي او ټول چمتووالی بشپړ شوی دی. په دې غونډه کې د پاکستان استازیتوب د های پرفارمنس ډایرکټر طاهر زمان وکړ.