تازه خبرونه ۲ جولائی ۲۰۲۶

د فوټبال نړیوال جام د مکسیکو د بریا د جشن پر مهال ۳ کسان مړه شول

مکسیکو ښار (وېب نیوز) د فوټبال نړیوال جام د ۳۲ پړاو په سیالۍ کې مکسیکو اکوادور ته ۲-۰ ماتې ورکړه او له ۴۰ کلونو وروسته یې کوارټر فاینل ته لاره وموندله، خو د دې تاریخي بریا جشن په غم بدل شو. د چارواکو په وینا، له لسو لکو څخه زیات مینه وال سړکونو ته راوتلي وو او د ګڼې ګوڼې او ازدحام له امله د ساه بندېدو په پېښه کې ۳ کسان مړه شول. د روغتیا ادارې ویلي، په مړو شویو کې یوه ۱۹ کلنه نجلۍ، یوه ۴۸ کلنه ښځه او یو ۴۴ کلن سړی شامل دي. د مکسیکو ښار ښاروالې کلارا بروګادا له اغېزمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له خلکو یې غوښتي چې د بریا جشنونه دې په احتیاط، مسؤلیت او د نورو د خوندیتوب په پام کې نیولو سره ولمانځي.