پاکستان ۳ مئی ۲۰۲۶

مولانا عبدالواسع: که ترمیم د اسمبلۍ د اجنډا برخه نه شوه، د مې په ۶مه به ټول بلوچستان وتړو

کوټه نوی ژوند (پښتو ورځپاڼه)،د جمعیت علمای اسلام صوبایي امیر او سینیټر مولانا عبدالواسع خبرداری ورکړی چې که د مې په ۵مه د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې اړوند ترمیم د اجنډا برخه نه شو، نو د مې په ۶مه به ټول صوبه بنده کړي۔هغه دغه څرګندونې په کوټه کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې، چې پکې د بلوچستان اسمبلۍ د اپوزیشن مشر میر یونس عزیز زهري او نور صوبایي مشران هم موجود وو۔
مولانا عبدالواسع وویل چې د دیني مدرسو تړل او د هغوی ځورول د منلو وړ نه دي، او زیاته یې کړه چې حکومت دې له داسې اقداماتو لاس واخلي۔ نوموړي وویل: “مدارس زموږ ریډ لاین دی او حکومت دا کرښه اوښتې ده.”هغه وویل چې حکومت ته یې د مې تر ۲مې نېټې مهلت ورکړی و چې د مدرسو په اړه جاري شوی نوټیفکیشن بېرته واخلي او بښنه وغواړي، خو تراوسه پورې دا غوښتنې نه دي منل شوې۔نوموړي زیاته کړه چې پرون حکومتي پلاوي ورسره لیدنه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې تر هغه وخته بایکاټ وځنډول شي څو وزیر اعلیٰ کوټې ته راستون شي، خو د دوی په وینا دا موضوع د حکومت له وسه وتلې ده۔مولانا عبدالواسع وویل چې د سوسایټي ایکټ له لارې د مدرسو جبري رجسټرېشن د دوی لپاره د منلو وړ نه دی، او دا یې هم وویل چې د ماینز اینډ منرل ایکټ په اړه ورسره شوې ژمنې هم نه دي پوره شوې۔هغه وویل چې د جمعیت علمای اسلام مجلس شوریٰ نن غونډه کړې او د مهلت غځولو وړاندیز یې رد کړی او پر خپل دریځ کلک ولاړ دی۔نوموړي ټینګار وکړ چې که د مې په ۵مه ترمیم د اسمبلۍ په اجنډا کې شامل نه شو، نو د مې په ۶مه به ټول بلوچستان وتړل شي، خو که ترمیم شامل شو، نو دغه ورځ به د حکومت د مننې په توګه ونمانځي۔هغه دا هم خبرداری ورکړ چې که یاد ترمیم عملي نه شو، نو د مې په ۱۰مه به د بلوچستان له ګوټ ګوټ څخه خلک کوټې ته راووځي او پراخ احتجاج به ترسره کړي۔