کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د پښین ولسوالۍ نړیوال نومیالی باډي بلډرسید بلال په بوټان کې د سویلي اسیا د باډي بلډنګ سیالیو کې د غوره لوبې په وړاندې کولو سره د خپل مسلک څلورم نړیوال د سرو زرو مډال وګاټه او د پاکستان او بلوچستان نوم یې په نړیواله کچه روښانه کړ. نوموړي د بېلابېلو هېوادونو د سیالانو ترمنځ د خپلې غوره فټنس، قوي بدني جوړښت او عالي وړتیا له امله اتلولي خپله کړه. ویل کېږي سید بلال دا ستره بریا د حکومت له کومې ځانګړې مرستې پرته، د خپلې شخصي هڅې، دوامدار تمرین او شخصي لګښتونو په مټ ترلاسه کړې ده. د سپورټ اړوندو کړیو او ځوانانو د هغه بریا وستایله او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د داسې بااستعداده لوبغاړو ملاتړ وکړي، څو په راتلونکې کې هم د هېواد لپاره نور نړیوال ویاړونه ترلاسه کړي.
