پاکستان ۹ مئی ۲۰۲۶

د ریډ کراس او ریډ کریسنټ نړیواله ورځ د انسانیت او یووالي پیغام دی، مریم نواز

لاهور (ویب ډیسک) د پنجاب وزیراعلی مریم نواز شریف د ریډ کراس او ریډ کریسنټ نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کښې د هلال احمر رضاکارانو او اړوندو کسانو خدمتونه وستایل۔ هغې وویل چې د “United in Humanity” تر عنوان لاندې لمانځل کېدونکې دغه ورځ د انسانیت، یووالي او خواخوږۍ اهمیت څرګندوي۔ مریم نواز وویل چې د موسمي بدلونونو او طبیعي افتونو پر مهال د هلال احمر په څېر ادارو رول ډېر مهم دی او حکومت د ولسي ستونزو د حل لپاره د یوه منظم او قوي نظام جوړولو ته ژمن دی۔ هغې زیاته کړه چې د ټولنې د کمزورو قشرونو د ساتنې لپاره عملي ګامونه اخیستل کېږي او د انسانیت خدمت کوونکي رضاکاران په دې برخه کښې مهم رول ترسره کوي۔