کوئټه (سید سردار محمد خوندئی) – تېره شپه د کوئټې نه لاهور ته تلونکې د خصوصي کمپنۍ مسافر وړونکې کوچ د شیراني ولسوالۍ په سخت غرنۍ سیمه دانہ سر کې ژورې کندې ته ولوېده. د دې غمجنې پېښې په پایله کې ۴۰ مسافر په موقع مړه شول.
د شیراني ولسوالۍ اسسټنټ کمشنر د پېښې پخلی وکړو او ویې ویل چې د حادثې د خبر په ترلاسه کولو سره سم ولسوالۍ ادارې، ریسکیو ۱۱۲۲ او ځایي رضاکارانو په بیړني ډول د ژغورنې عملیات پیل کړل. د څو ساعتو د ژغورنې عملیاتو وروسته د ټولو مړو شوو کسانو مړي د کندې نه را وایستل شول او د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته ولېږدول شول، چېرته به چې د قانوني کاروایۍ وروسته مړي خپلو وارثانو ته وسپارل شي.
لومړنیو معلوماتو له مخې په مسافر وړونکې کوچ کې سپاره ټول کسان د کوئټې نه لاهور ته سفر کاوه. د حادثې د لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي.
