پاکستان ۳ جولائی ۲۰۲۶

د مخدره موادو پر ضد باید د یوه قام په توګه موږ پوره کردار ولوبوو ۔ ډی جي محمد زمان

کوئټه (سید سردار محمد خوندئی)
د ایکسائز او اینټي نارکوټکس عمومي مشر محمد زمان د مخدره موادو د ختمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله یوه اعلامیه کې وویل چې د نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د مخدره موادو د دې ناوړه مرض د ختمولو لپاره اړوند ادارې پوره ګامونه پورته کوي.

نوموړي وویل چې د بلوچستان د اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي، چیف سیکرټري شکیل قادر خان او د ایکسائز سیکرټري سید ظفر علي بخاري د ځانګړو لارښوونو له مخې د ایکسائز محکمې تېر کال د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې د مخدره موادو او بهرني شرابو لویه اندازه نن لمنځه یوړه.

د ایکسائز د عمومي مشر په وینا، په لمنځه وړل شوي سامان کې 18 زره د بهرني شرابو بوتلونه، 200 کیلوګرامه آئس (میتھ ایمفیټامین) او 600 کیلوګرامه چرس شامل دي، چې په نړیوال بازار کې یې ټوله بیه تقریباً 28 اربه روپۍ کېږي.

محمد زمان دا هوډ هم تازه کړ چې د صوبې ځوان نسل د مخدره موادو له زهرو څخه د ژغورلو لپاره به د بلوچستان د ایکسائز او اینټي نارکوټکس محکمې کارکردګي نوره هم فعاله او اغېزمنه کړل شي.