مقامی ۳ جولائی ۲۰۲۶

د مشهور سوداګر هاشم نورزي د وژنې په تړاو درې شکمن کسان ونیول شول

کوټه (وېب نیوز) د کوټې پولیسو اعلان کړی چې د مشهور رستورانت مالک محمد هاشم نورزي د وژنې په قضیه کې یې درې شکمن کسان نیولي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د مقتول پخواني سوداګریز شریکان وو او لومړنیو پلټنو ښودلې چې د وژنې لامل د دواړو خواوو ترمنځ د مالي راکړې ورکړې پخوانۍ شخړه وه. د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، شکمن کسان د مقتول نږدې ملګري هم وو او د شک د لرې کولو لپاره یې د هغه د وژنې پر ضد احتجاجونو او د فاتحې په مراسمو کې هم ګډون کړی و.پولیس وایي، د سي سي ټي وي ویډیوګانو، جیو فېنسنګ او نورو ډیجیټلي شواهدو په مرسته پلټنې پراخې شوې او له ګڼو شکمنو کسانو څخه تر تحقیقاتو وروسته درې کسان ونیول شول. د چارواکو په وینا، شکمنو کسانو په لومړي سر کې جرم نه مانه، خو د ډیجیټلي شواهدو له وړاندې کېدو وروسته یې پر وژنه اعتراف وکړ.د پولیسو په وینا، شکمن کسان د کوټې له سېټلایټ ټاون سیمې څخه نیول شوي دي. پلټنو ښودلې چې په برید کې کارول شوې توره ویګو موټر هم له همدې سیمې وتلې وه. بریدګرو د پېژندنې د پټولو لپاره د موټر نمبر پلیټ بدل کړی و او له پېښې وروسته یې موټر له ښاره بهر انتقال کړی، چې د موندلو هڅې یې روانې دي. پولیسو د شکمنو کسانو په نښه کولو سره د پېښې وسله هم ترلاسه کړې ده.محمد هاشم نورزی تېره اوونۍ د کوټې د بلیلي په سیمه کې هغه مهال ووژل شو، کله چې له کچلاک څخه کوټې ته په خپله سپینه ویګو موټر کې روان و. د سي سي ټي وي ویډیوګانو له مخې، بریدګرو په توره ویګو کې د هغه موټر تعقیب کړ، بیا یې مخه ونیوله او پر روان موټر یې ډزې وکړې. کله چې موټر ودرېد، بریدګرو له نږدې څخه نورې ډزې هم وکړې او یوازې په شاوخوا ۲۵ ثانیو کې له سیمې وتښتېدل.پولیس زیاتوي چې د ویډیوګانو له ارزونې وروسته معلومه شوه چې د بریدګرو موټر سېټلایټ ټاون ته تللی او هلته په یوه کور کې درول شوی و، چې همدې معلوماتو د شکمنو کسانو تر نیولو ورسول. د پولیسو په وینا، شکمنو کسانو د وژنې تر مخه د محمد هاشم نورزي منظمه څارنه (رېکي) هم کړې وه. چارواکي وایي، که څه هم د مالي شخړې د حل لپاره مخکې هڅې شوې وې، خو اختلافات دوام درلودل. محمد هاشم نورزی د کوټې له مخکښو سوداګرو څخه و او تېر کال یې د اېئرپورټ سړک پر غاړه د “کابل جان” په نوم رستورانت پرانیستی و، چې په لنډ وخت کې د ښار له مشهورو رستورانتونو څخه شو.