پاکستان ۹ مئی ۲۰۲۶

نواز شريف په مشرۍ د مسلم ليګ (ن) پارلماني بورډ غونډه، وزيراعظم شهباز شريف هم ګډون وکړ

لاهور (ويب ډيسک) د پاکستان مسلم ليګ (ن) د پارلماني بورډ غونډه د ګوند مشر نواز شريف په مشرۍ ترسره شوه چې پکې وزيراعظم شهباز شريف، مرستيال وزيراعظم اسحاق ډار، د پنجاب وزيراعلی مريم نواز شريف او نورو مشرانو ګډون وکړ۔ په غونډه کې د آزاد کشمير د 45 انتخابي حلقو لپاره له 206 څخه د زياتو اميدوارانو انټرويوګانې واخيستل شوې۔ سرچينو ويلي چې وروستي اميدواران به د بورډ له مشورو وروسته ټاکل کېږي او بريالي کسانو ته به په راتلونکو 30 ورځو کې د ګوند ټکټونه ورکړل شي۔