مقامی ۳ جولائی ۲۰۲۶

د ینګ ډاکټرانو غوښتنې دې سمدستي ومنل شي اصغر خان اڅکزی

کوټه (وېب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي په مشرۍ د ګوند یوه پلاوي د ینګ ډاکټرز اېسوسی اېشن د روان احتجاجي کمپ لیدنه وکړه او د هغوی د غوښتنو بشپړ ملاتړ یې اعلان کړ. پلاوي وویل چې د بلوچستان حکومت باید د ډاکټر ماه نور ناصر د درملنې لپاره ټولې اړینې او غوره روغتیايي اسانتیاوې ژر تر ژره برابرې کړي او د هغې پر وړاندې د شوي پېښې شفافې، بې پرې او بشپړې پلټنې ترسره کړي. پلاوي همدارنګه غوښتنه وکړه چې په دولتي روغتونونو کې دنده ترسره کوونکو ینګ ډاکټرانو، طبي کارکوونکو او نورو روغتیايي کارکوونکو ته دې اغېزمن امنیت برابر شي. په دې پلاوي کې د عوامي نېشنل ګوند د کوټې ضلعي مشر ثناءالله کاکړ، د مرکزي کاري کمېټې غړی ډاکټر عیسیٰ خان جوګیزی، د ضلعې د اطلاعاتو سیکرټر زین الله خان او مزمل شاه هم شامل وو.