کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ د خیبرپښتونخوا او بلوچستان پر پوله د دانه سر د خونړۍ مسافر وړونکي بس پېښې له امله د ژور خپګان او خواشینۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې د قیمتي انساني ژوند ضایع کېدل د سختې اندېښنې وړ دي. نوموړي وویل، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د بلوچستان حکومت اړوندو ادارو ته د ژغورنې او مرستندویه عملیاتو د چټکولو لارښوونه وکړه. هغه زیاته کړه چې د دواړو صوبو ضلعي ادارې، ایف سي، ریسکیو ادارې او نور اړوند محکمې د پېښې په ځای کې د مرستو په چارو بوختې دي او ټپیانو ته پر وخت او غوره روغتیايي اسانتیاوې برابرې شوې دي. بخت محمد کاکړ وویل چې د پېښې د علتونو بشپړې پلټنې به ترسره شي او د روغتیا وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې د ټپیانو په درملنه، مرستندویه چارو او د اغېزمنو کورنیو په ملاتړ کې هېڅ ډول نیمګړتیا پرېنږدي. هغه د مړو شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا یې وکړه.
