اسلامآباد (وېب نیوز) د مشرانو جرګې سرپرست رئیس سیدال خان ناصر د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ د مسافر وړونکي بس په خونړۍ پېښه کې د قیمتي انساني ژوند د ضایع کېدو له امله ژور خپګان او خواشیني څرګنده کړې ده. د مشرانو جرګې د دارالانشاء له مخې، نوموړي له غمځپلو کورنیو سره د زړه له کومې خواخوږي او تعزیت څرګند کړ او ویې ویل چې دې دردونکې پېښې ټوله ولس غمجن کړی دی. هغه دعا وکړه چې الله تعالی دې ټولو شهیدانو ته د جنت الفردوس لوړ مقام ورکړي او کورنیو ته دې د دې ستر غم د زغملو صبر او حوصله ور په برخه کړي. سیدال خان ناصر د ټپیانو د ژر روغتیا لپاره هم دعا وکړه او اړوندو چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې ټپیانو ته پر وخت درملنه، روغتیايي اسانتیاوې او هر اړخیزه مرسته برابر کړي. نوموړي وویل، د غم په دې سخته شېبه کې ټوله ولس د اغېزمنو کورنیو ترڅنګ ولاړ دی او د هغوی په غم کې ځان شریک ګڼي.
