ژوب (وېب نیوز) د ژوب د دانه سر خونړۍ بس پېښې د بلوچستان د بېړني ژغورنې او امبولانس خدماتو جدي نیمګړتیاوې بربنډې کړې. د راپورونو له مخې، د پېښې پر مهال په سیمه کې یوه امبولانس هم موجوده نه وه، له همدې امله ځایي خلکو په خپله خوښه ژغورنیزې چارې ترسره کړې او ټپیان او مړي یې د بار وړونکو موټرو، پیک اپونو او شخصي وسایطو له لارې روغتونونو ته ولېږدول. د سیمې اوسېدونکو او ټولنیزو فعالانو له حکومت، د روغتیا وزارت او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې پر ملي لویو لارو دې عصري امبولانس خدمتونه، ریسکیو سټېشنونه، ټراما سنټرونه او بیړنۍ طبي اسانتیاوې رامنځته کړي، څو په راتلونکو ورته پېښو کې د انسانانو ژوند وژغورل شي.
