کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دانه سر د خونړۍ بس پېښې په اړه ویلي چې دا یوازې یوه ترافیکي پېښه نه، بلکې د اړوند ټرانسپورټ شرکت جدي غفلت، د مسافرو له ژوند سره لوبې او د ټرانسپورټ ادارو او دولتي مسئولینو مجرمانه بېپروایي ده. ګوند په خپل بیان کې ویلي، که دا راپورونه سم وي چې په بس کې اضافي تېل لېږدول کېدل، له ظرفیت څخه زیات مسافر سپاره وو او د خوندیتوب اصول تر پښو لاندې شوي وو، نو د دې بشپړ مسئولیت د ټرانسپورټ شرکت او څارونکو ادارو پر غاړه دی. ګوند د پېښې د خپلواکو او شفافو عدالتي پلټنو، د ټولو مسئولینو د احتساب، د قربانیانو کورنیو ته د مناسبې مالي مرستې، د ټپیانو د وړیا درملنې او په ټول بلوچستان کې د مسافر وړونکو موټرو د فټنس، اوورلوډ، د اور اخیستونکو موادو د لېږد او د ټرانسپورټ د قوانینو د سختې څارنې غوښتنه کړې ده.
