ژوب (وېب نیوز) د ژوب د دانه سر په خونړۍ بس پېښه کې یو ټپي مسافر حسین احمد ادعا کړې چې له پېښې مخکې په بس کې ایراني ډیزل موجود و، چې په یوه امنیتي چک پوسټ کې ضبط شوی و. د هغه په وینا، له چک پوسټ څخه تر روانېدو وروسته د روان بس دننه د چلوونکي او ځینو مسافرو ترمنځ لفظي شخړه او جنجال پیل شو. نوموړي وویل، بس له کوټې څخه پېښور ته روان و او ۴۵ مسافر پکې سپاره وو. هغه ادعا وکړه چې له همدې شخړې وروسته بس له پېښې سره مخ شو. بلخوا اړوند چارواکي وایي، د پېښې د اصلي لامل د معلومولو لپاره له بېلابېلو اړخونو پلټنې روانې دي او تر اوسه د دغو ادعاوو رسمي تایید نه دی شوی.
