مقامی ۹ مئی ۲۰۲۶

د حاجي ولي نورزي په مشرۍ د “معرکه حق” ستره ريلي، زرګونه خلک واټونو ته راووتل

کوټه (ويب ډيسک) د پاکستان مسلم ليګ (ن) د صوبايي اسمبلۍ غړي او د ټولنيزې هوساينې پارلماني سيکرټري حاجي ولي نورزي په مشرۍ د “معرکه حق” په مناسبت يوه ستره ريلي ترسره شوه۔ ريلي د ښار له بېلابېلو سړکونو تېره شوه او د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته په لويه غونډه بدله شوه۔ ګډونوالو د پاکستان او پوځ په ملاتړ شعارونه ورکړل او د خپلو وسله والو ځواکونو سره يې د يووالي څرګندونه وکړه۔ حاجي ولي نورزي وويل چې د پاکستان ولس د خپل پوځ ترڅنګ ولاړ دی او د هېواد د دفاع لپاره هر وخت چمتو دی۔