کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند د زیارت ولسوالۍ د څلورو سیاسي مشرانو پر ضد د بلوچستان پبلک مینټیننس آرډیننس له مخې د وارنټونو د صادرېدو پرېکړه په سختو ټکو غندلې او دا یې د بشري حقونو، سیاسي او اساسي ازادیو او د ولسواکۍ پر ضد اقدام بللی دی. ګوند ویلي چې حکومت د امنیت او جرمونو په کنټرول کې د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره د سیاسي فعالانو او ولسي مشرانو پر ضد غیر جمهوري قوانین کاروي. ګوند غوښتنه کړې چې د ټول وارنټونه دې سمدستي بېرته واخیستل شي، د سیاسي فعالانو ځورول دې ودرول شي او د خلکو اساسي او سیاسي حقونه دې خوندي کړل شي.
