مقامی ۳ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان پر خونړیو لویو لارو به نورې څومره انساني قربانۍ ورکول کېږي؟، جمعیت علمای اسلام نظریاتي

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام نظریاتي پاکستان مشرانو د ژوب د دانه سر د بس په خونړۍ پېښه کې د ۴۰ کسانو پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا یوازې یوه ترافیکي پېښه نه، بلکې د حکومت د اوږدمهالې بې‌غورۍ او د بلوچستان د خرابو سړکونو پایله ده. په بیان کې ویل شوي چې د بلوچستان ملي لویې لارې په “وینو لړلو لارو” بدلې شوې دي او د کوټې–ژوب، کوټې–کراچۍ، کوټې–چمن او کوټې–تفتان لویې لارې باید ژر تر ژره دوه‌لاینې کړل شي. ګوند همدارنګه د ژغورنې عصري مرکزونو، ټراما سنټرونو د جوړولو او د دانه سر د پېښې د شفافو پلټنو غوښتنه کړې ده.