سبي (وېب نیوز) سره له دې چې حکومت د پټرولو او ډیزلو بیې راکمې کړې دي، خو د کوټې، سبي او جیکب آباد پر لارو ټرانسپورټرانو د سفر کرایې نه دي کمې کړې. بلخوا په سبي کې د رومي بانجانو، پیازو او نورو سبزیجاتو بیې هم لوړې شوې دي. د معلوماتو له مخې، رومي بانجان او شنه مرچ هر یو ۴۰۰ روپۍ فی کیلو او پیاز ۱۰۰ روپۍ فی کیلو پلورل کېږي. ولس شکایت کوي چې د بیو د کنټرول کمېټه غیر فعاله ده او د سوداګرو له لوري د لوړو بیو لړۍ دوام لري. ټولنیزو او سیاسي حلقو له کمشنر سبي ډویژن او ډپټي کمشنر سبي څخه غوښتنه کړې چې د ګراني د مخنیوي او د ولس د ستونزو د حل لپاره دې عملي او اغېزمن اقدامات وکړي.
