کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د شیراني ولسوالۍ د دانه سر په سیمه کې یو مسافر وړونکی بس د بریکونو د خرابېدو له امله ژورې کندې ته ولوېد، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شول. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژوب ډپټي کمشنر، د ایف سي قوماندان او د ژغورنې ادارو ډلې سیمې ته ورسېدې او مړي او ټپیان یې د ژوب ملکي روغتون او کوټې ته ولېږدول. د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د پېښې سمدستي نوټس واخیست او اړوندو ادارو ته یې د ټپیانو د غوره درملنې او د پېښې د بشپړو پلټنو لارښوونه وکړه. د حکومت ویاند شاهد رند وویل چې په پېښه کې د بس د ظرفیت څخه زیات مسافر سپاره وو او د یوې بلې خرابې شوې بس سپرلۍ هم په همدې بس کې انتقالېدې. هغه زیاته کړه چې د ژغورنې عملیات روان دي او د مړو شویو کسانو د پېژندنې او د ټپیانو د درملنې لپاره لازم اقدامات ترسره کېږي. بل لور ته د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري هم د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړه او اړوندو ادارو ته یې د ټپیانو لپاره د غوره طبي اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه وکړه.
