پاکستان ۹ مئی ۲۰۲۶

سپريم کورټ: د يو بې ګناه سزا کولو پر ځای د لسو ګناهګارانو خوشې کول غوره دي

اسلام آباد (ويب ډيسک) سپريم کورټ د 20 کاله زاړه قتل مقدمې پرېکړه کې ويلي چې د يو بې ګناه کس سزا کولو پر ځای د لسو ګناهګارانو خوشې کول غوره دي۔ عدالت د ټرائل کورټ او سندھ هائي کورټ له لوري ورکړل شوې سزاګانې کالعدم وګرځولې او د ملزم محمد اقبال د سمدستي خوشې کولو حکم يې وکړ۔ عدالت وويل چې استغاثه د شک پرته جرم ثابتولو کې پاتې راغلې او د مقدمې شواهد له تضادونو او شکونو ډک وو۔