سیالکوټ (ويب ډيسک) د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف ويلي چې په تېر وخت کې يوازې پروپاګنډه شوې وه خو په عملي توګه هېڅ يو اينټ هم نه و لګول شوی۔ هغه په سيالکوټ کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې اوسنۍ حکومت د پرمختيايي منصوبو او عامه خدمت ته ځانګړې پاملرنه کوي۔ هغه زياته کړه چې د ډي ايچ کيو روغتون پروژه چې په 2017 کې منظوره شوې وه، اوس يې لګښت له 4 څخه 9 ارب روپو ته رسېدلی دی، او ښار کې 54 ايکړه ځمکه باندې لوی پارک او 18 اربه روپو رنګ روډ منصوبه هم روانه ده۔
