مقامی ۴ جولائی ۲۰۲۶

حکومت د ولس د اسانتیاوو پر ځای نوي مالیات لګوي، د ژوب د سوداګرو ټولنه

ژوب (وېب نیوز) د ژوب د مرکزي سوداګرو ټولنې مشر باران خان کلیوال، جنرل سېکرټر حاجي محمد دین خروټي او نورو مشرانو په خبري غونډه کې وویل چې حکومت د ولس او سوداګرو د ستونزو د کمولو پر ځای هره ورځ نوي مالیات لګوي، چې دا د خلکو او سوداګرو ښکاره اقتصادي استحصال دی. هغوی د بانکونو څخه د خپلو پیسو ایستلو پر مهال د ود هولډنګ ټیکس، پراپرټۍ ټیکس او انکم ټیکس لګول ناعادلانه وبلل او ټینګار یې وکړ چې سوداګر به دا ډول مالیات ونه مني. دوی وویل چې د اعتراض په توګه د ژوب ټول بانکونه تړل شوي وو او که حکومت خپله پرېکړه بېرته وانخلي، نو د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه شي. د سوداګرو مشرانو همدارنګه ادعا وکړه چې د کوټې ـ ډېره اسماعیل خان پر لویه لاره د ایف سي او کسټمز په بېلابېلو چیک پوسټونو کې له ټرانسپورټرانو څخه په غیرقانوني ډول پیسې غوښتل کېږي او د نه ورکولو په صورت کې موټرونه ساعتونه درول کېږي. دوی له اړوندو چارواکو وغوښتل چې سمدستي دې د دغو شکایتونو نوټس واخلي، که نه نو سوداګر او ټرانسپورټران به احتجاجونه، پرلتونه او نور قانوني او جمهوري اقدامات پیل کړي.