کوټه (وېب نیوز) په سول روغتون کوټه کې پر ډاکټر ماه نور ناصر د تېزاب برید او د ینګ ډاکټرانو ټولنې د اعتصاب له امله رامنځته شوي وضعیت د هواري لپاره مشر ډاکټران عملي هڅې پیل کړې دي. د پروفېسر ډاکټر غلام رسول، پروفېسر ډاکټر اشرف اڅکزي، ډاکټر عبدالله خان اڅکزي، پروفېسر بزم بزنجو، ډاکټر خلیل بلوچ او نورو مشرانو ډاکټرانو پلاوي د ینګ ډاکټرانو د احتجاجي کمپ لیدنه وکړه او د هغوی له مشرانو سره یې تفصیلي خبرې وکړې. پلاوي وویل چې خبرې په مثبت چاپېریال کې ترسره شوې او ډېر ژر به خپلې سپارښتنې اړوندو حکومتي چارواکو ته وړاندې کړي، څو د خبرو اترو له لارې ستونزه هواره او په روغتون کې طبي خدمتونه بېرته په بشپړ ډول عادي شي.
