ژوب (وېب نیوز) د دانه سر د خونړۍ بس پېښې وروسته د دانه سر شیراني پولیسو د بس د مرحوم چلوونکي، د ټرانسپورټ شرکت د مدیر او مالکانو پر ضد د پاکستان د جزا قانون د بېلابېلو مادو له مخې مقدمه ثبت کړې ده. د ایف آی آر له مخې، د ټپیانو د بیانونو پر اساس پېښه یوازې یوه حادثه نه وه، بلکې د بس د چلوونکي او ځینو مسافرو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته چلوونکي په قهر کې بېاحتیاطي وکړه او بس ژورې کندې ته ولوېد. پولیسو د پېښې د ټولو اړخونو پلټنې پیل کړې دي.
