کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخېل د دانه سر د بس پېښې پر قربانیانو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې حکومت د پېښې د بشپړو او شفافو پلټنو ترڅنګ د بس کمپنۍ او چلوونکي پر ضد مقدمه هم ثبت کړې ده. هغه وویل چې د پېښې ټول اړخونه په دقت ارزول کېږي او که هر څوک د غفلت یا بېاحتیاطۍ مسؤل وپېژندل شي، د قانون له مخې به سزا ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې حکومت به د مسافر وړونکو موټرو فټنس، د چلوونکو وړتیا، د ټرانسپورټ قوانینو پلي کېدل او د خوندي سفر لپاره لازم اقدامات نور هم سخت کړي، څو په راتلونکې کې د ورته غمیزو مخه ونیول شي.
