کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ د دانه سر د خونړۍ بس پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې حکومت د ټپیانو د درملنې لپاره ټولې شته اسانتیاوې کاروي او له پېښې سره سم یې روغتیايي ادارې بېړني حالت ته داخلې کړې دي. هغه وویل چې ډاکټران، نرسان او طبي کارکوونکي سمدستي دندې ته حاضر کړل شول او د ټپیانو د درملنې بهیر په دوامداره توګه څارل کېږي. نوموړي د مړو شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه، د ټپیانو د ژر روغتیا دعا یې وکړه او ټینګار یې وکړ چې حکومت به د بیړنیو طبي خدمتونو د پیاوړتیا او خلکو ته د معیاري روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.
