کراچۍ (یو این اې) په پاکستان کې د دوو پرلهپسې ورځو د لوړېدو وروسته نن د سرو زرو په بیو کې لږ کموالی راغلی دی. د آل پاکستان صرافه ټولنې د معلوماتو له مخې، د ۲۴ قیراطه سرو زرو د یوې تولې بیه ۱۱۰۰ روپۍ راکمه شوې او ۴ لکه ۳۹ زره ۸۳۶ روپیو ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې د لسو ګرامو سرو زرو بیه ۹۴۳ روپۍ کمه شوې او ۳ لکه ۷۷ زره ۸۸ روپۍ ټاکل شوې ده. همدارنګه د سپینو زرو د یوې تولې بیه ۴۸ روپۍ راټیټه شوې او ۶ زره ۷۱۶ روپیو ته رسېدلې ده. په نړیوال بازار کې هم د سرو زرو بیه د هر اونس په سر ۱۱ ډالره راکمه شوې ده.
