تازه خبرونه ۴ جولائی ۲۰۲۶

پاکستان د ایران رښتینی ملګری ثابت شوی، محمد باقر قالیباف

تهران (يو اېن اې) د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي، پاکستان د سختو حالاتو پر مهال د ایران رښتینی او وفادار ملګری ثابت شوی دی. هغه د پاکستان د سنا له مشر یوسف رضا ګیلاني سره په لیدنه کې وویل چې د پاکستان د ولس او مشرتابه ملاتړ د ستاینې وړ دی او دواړو هېوادونو تل د خوښۍ او ستونزو په وخت کې د یو بل ترڅنګ ولاړ دي. په دې لیدنه کې یوسف رضا ګیلاني وویل چې د ایران پرمختګ به په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لامل شي او دواړه هېوادونه باید خپلې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي. وروسته محمد باقر قالیباف د چین د ولسي کانګرس له مرستیال سره هم ولیدل او ویې ویل چې ایران به امریکا ته د هرمز تنګي په چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي. هغه زیاته کړه چې د ایران او چین ستراتیژیک، سیاسي او اقتصادي اړیکې به لا پراخې شي او د دواړو هېوادونو همکاري به د نړیوالو کړکېچونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.