کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د سوداګرو د مرکزي سازمان ویاند کاشف حیدري ویلي، د پټرولیم محصولاتو په بیه کې یوازې ۱.۹۷ روپۍ فی لیټر کموالی د ولس او سوداګرو لپاره هېڅ عملي راحت نه دی. هغه وویل، په هېواد کې ګراني د خلکو د پېرلو توان کم کړی او سوداګر هم د برېښنا، ګاز، مالیاتو او نورو لګښتونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. نوموړي زیاته کړه، په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیې په څرګند ډول راټیټې شوې دي، نو حکومت باید د دې ګټه په بشپړه توګه ولس ته ورسوي. هغه غوښتنه وکړه چې د پټرولو بیه لږ تر لږه ۲۵۰ روپۍ فی لیټر وټاکل شي او پر پټرولیم محصولاتو لګېدلې غیر ضروري لیوي او نور مالیات دې بیا وڅېړل شي، څو د ټرانسپورټ کرایې، د خوراکي توکو، کرنیزو لګښتونو او نورو اړینو توکو بیې راکمې شي. کاشف حیدري وویل، حکومت باید د نمایشي اعلانونو پر ځای داسې عملي او ولسپالې پرېکړې وکړي چې د خلکو اقتصادي ستونزې کمې او د هېواد اقتصاد پیاوړی شي.
